ميدان وردګ؛ په چک ولسوالۍ کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردګو ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري د ياد ولايت د چک ولسوالۍ په ګډه سیمه کې د ٧٠ ورزشکارانو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو په پایله کې نثاراحمد لومړی، سمیع الله حقمل دويم او استاد حزب الله درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ او په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.