ميدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۵۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د غشي ویشتلو فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت د بند چک ولسوالۍ په دوران خېلو کلي کې د ۵۰ غشي ويشتونکو ترمنځ د غشي ويشتلو سيالۍ ترسره شوې.
دغه سیالۍ د ادم خېلو او دوران خېلو کلیو ترمنځ ترسره شوې، چې په پايله کې د ادم خېلو کلي غشي ويشتونکو د ۵۳- ۵۰ نمرو په توپير دوران خېلو کلي ته ماتې ورکړه او د بریا یې خپله کړه.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي رامنځته کولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.