ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د کي ون کيک بوکسينگ ۳۷ ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه ور وتړل شول

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۱/۵ - ۱۳:۲۷
ميدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د کي ون کيک بوکسينگ ۳۷ ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه ور وتړل شول

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت په همکارۍ د سيدآباد ولسوالۍ په سالار سيمه کې د کي ون کيک بوکسينگ ۳۷ ورزشکارانو ته د ارتقاء کمربندونه ور وتړل شول‌.

په دغو مراسمو کې د ياد ولايت د ورزش امريت مسؤلينو سربيره قومي مشرانو، ورزشکارانو او گڼ شمېر مينوالو گډون کړی وو، چې ۱۷ ورزشکارانو ته سره، لسو تنو ته آبي او لسو نورو ورزشکارانو ته شنه کمربندونه ور تړلو وروسته د ورزشکارانو له خوا سپورټي نمايشات هم ترسره شول.

د يادو مراسمو په پای کې د ياد ولايت د ورزش امريت له لوري ورزشکارانو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۶
Background image

د يما پټرول وزلوبې اووم پړاو سیالیو پر دوام؛ سرپل، بغلان او بدخشان لوبډلو بریاوې خپلې کړې

د هېواد المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست په همکارۍ، د وزلوبې، نيزه وهنې او سيمه ييزو لوبو ملي فدراسیون له لوري د کابل ښار په يکه توت لوبغالي کې د ۱۱ لوبډلو ترمنځ د يما پطرول. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د ٥٠ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې چې یوه شپه یې دوام وکړ، په پای. . .

جمعه ۱۴۰۴/۹/۲۸ - ۶:۵۱
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د رییس ولي لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS