ميدان وردگ؛ سيد اباد ولسوالۍ کې ۳۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د سيداباد ولسوالۍ ورزشي کمېټې له لوري د يادې ولسوالۍ په جوی زرين کلي کې د ۳۳ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د استاد باري لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو په پايلوبه کې استاد باري لوبډلې خپلې سيالې حامد حماد لوبډلې ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو په پای کې اتلې لوبډلې ته يو پسه، دويم مقام گټونکې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.