ميدان وردگ؛ په میدان ښار کې د ۱۸ لوبغاړو ترمنځ د لاس چپه کولو سیالۍ تر سره شوې.
د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو د مديريت له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ۱۸ لوبغاړو ترمنځ د لاس چپه کولو سيالۍ ترسره شوې.
د دغو سياليو په پايله کې عزت الله لومړی، کفايت دويم او منصور درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول و، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.
د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.
