ميدان وردگ؛ په میدان ښار کې د ۲۲ لوبغاړو ترمنځ د ځغاستي سیالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز ميدان ښار کې د ۲۲ لوبغاړو ترمنځ په ۱۰۰ متري واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ، د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټګوريو کې ترسره شوې، چې په پايله کې يې شمس الله لومړی، مصطفی دويم او قیس درېيم مقام ترلاسه کړ.
د يادو سياليو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول او د لوبغاړو هڅول و؛ د سياليو په پای کې غوره لوبغاړو ته مډالونه، ستاينليکونه او چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.