ميدان وردگ؛ چک ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو سيالۍ تر سره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ملي او دوديزو لوبو مديريت له لوري په چهارشينه کلي کې د دوو لوبډلو د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غشو ويشتلو سيالۍ ترسره شوې.
په دغو سياليو کې چهارشينې او ادم خېلو لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايله کې چهارشينې لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته ۸۶-۶۴ نمرو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې خپله کړه.
د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه ملي او دوديزو لوبو ته وده ورکول ښودل شوي وو، چې يوه ورځ يې دوام وکړ.