ميدان وردگ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۳/۶/۲۰ - ۹:۹
ميدان وردگ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ د واليبال دوستانه سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ د ياد ولايت په چک ولسوالۍ کې د ۱۵ لوبډلو ترمنځ ورزش ته د ودې ورکولو او د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال دوستانه سيالۍ، چې درې ورځې مخکې پيل شوې وې، د غازي گل احمد خان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کې غازي گل احمد خان لوبډلې خپلې سيالې عربانو يارانو لوبډلې ته د ۲ پر ۱ گولونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۸
Background image

میدان وردګ؛ د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولایتونو د ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ووشو ملي فدراسیون له لوري د ا.ا.ا پنځمي کالیزي په وياړ د اتو ولايتونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د ووشو سیالۍ وشوې.

په دغو سیالیو کې. . .

جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۵
Background image

پکتیا کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همکارۍ د فوټبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز ګردېز ښار ورزشي سټډیوم کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د فوټبال الف ليگ سيالۍ پيل شوې.

. . .
جمعه ۱۴۰۵/۵/۹ - ۲۱:۱۳
Background image

خوست؛ په مرکز متون کې د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د خوست ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ او د خوست ولايت د محبس د مسؤولینو په همغږۍ د ۱۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې. . .

BACK TO NEWS