ميدان وردگ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۲۴ - ۱۰:۵۱
ميدان وردگ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت او د‌ واليبال ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکزي جمنازيوم کې د شپږو ولایتونو د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ځوانانو يووالي په موخه د واليبال سيالۍ د ميدان اتلانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

په يادو سياليو کې له کابل، کاپیسا، لوگر، ننگرهار، کونړ او کوربه میدان وردگ ولايتونو څخه لوبډلو گډون کړی وو، چې په پايلوبه يې د ميدان اتلانو او ځواک ميدان ښار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پايله کې ميدان اتلانو لوبډلې خپلې سيالې لوبډلې ته د ۳ پر صفر ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې په خپل نوم کړه.

د‌ یادولو وړ ده، چې دغو سياليو پنځه ورځې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته (۲۰) شل زره او د دويم مقام گټونکې لوبډلې ته (۱۰) لس زره افغانۍ د انعام په توگه ورکړل شوې.

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۱۱:۲۰
Background image

دایکندي؛ اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځغاستې سيالۍ وشوې

د دايکندي ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د ځغاستې اتلتيک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په اشترلي ولسوالۍ کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د ځوانانو په عمري کټګورۍ کې د ځغاستې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۲
Background image
پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۵ - ۹:۵۰
Background image

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن در شهر زرنج برگزار شد

رقابت‌های دست کشتی میان ۲۰ تن از سوی مدیریت بازی‌های ملی و محلی در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت نیمروز، در مرکز شهر زرنج برگزار شد.

در این‌ رقابت ها ۱۰ تن حریفان خود را شکست. . .

BACK TO NEWS