ميدان وردگ کې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ امريت او د جمناسټیک ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې د ۲۵ لوبغاړو ترمنځ د جمناسټیک ټاکنيزې سيالۍ ترسره شوې.
د يادو سياليو په پايله کې ۸ تنه غوره لوبغاړي د ميدان وردگو ولايت د جمناسټیک منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.
د يادولو وړ ده، چې د دغو سياليو موخه د لوبغاړو هڅول او د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره لوبغاړو موندل وو.