ميدان وردگ کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
پنجشنبه ۱۴۰۴/۵/۲۳ - ۹:۳۶
ميدان وردگ کې د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ ټاکنيزې سيالۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت او د پهلوانۍ ملي فدراسيون په گډه همکارۍ د ياد ولايت په مرکز کې له ۱۷ کلبونو د ۳۰۰ پهلوانانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ، چې درې ورځې يې دوام وکړ پای ته ورسېدې.

په دغو سياليو کې پهلوانانو له ۵۷ څخه تر ۱۲۰ کيلو گرام وزنونو کې د يو بل پر وړاندې سيالۍ ترسره کړې، چې په پايله کې ۴۰ غوره پهلوانان د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته وټاکل شول.

د يادو سیالیو موخه د ميدان وردگ ولايت منتخبې لوبډلې ته د غوره پهلوانانو موندل وو او په پای کې ټاکل شويو پهلوانانو ته مډالونه او د اتلولۍ حکمونه ورکړل شول.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۵:۱
Background image

ميدان وردگ کې د واليبال څلورم پړاو سيالۍ پيل شوې

د ميدان وردگ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همکارۍ، د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ميدان ښار په سلمان فارس لېسه کې له اتو ولايتونو ۳۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال څلورم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۸
Background image

کونړ؛ منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د کونړ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په منورې ولسوالۍ کې د ۲۵ لوبډلو ترمنځ د تېپ پال کرېکټ سیالۍ د وصال ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو په. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۴ - ۱۴:۵۶
Background image

بادغیس؛ بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بادغيس ولايت د بدني روزنې او ورزش امريت اړوند د فوټبال ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بالا مرغاب ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د فوټسال سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه. . .

BACK TO NEWS