میدان وردګ؛ جلریز ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۷ - ۱۳:۴۲
میدان وردګ؛ جلریز ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د پهلواني فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په جلریز ولسوالۍ کې له پنځو کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلواني سیالۍ ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د اتحاد تکانه، جلریز زیبا، علی مولا، ستاره تکانه او جلریز ځوانانو کلبونو ورزشکارانو ګډون کړی و، چې په پایله کې یې اتحاد تکانه کلب د ۹ سرو زرو مډالونو په ګټلو سره لومړی او ستاره تکانه کلب د ۶ سرو زرو مډالونو په ګټلو سره دویم مقام خپل کړ.

دا سیالۍ په جلریز ولسوالۍ کې ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۳۴
Background image

د افغانستان د پهلوانۍ لومړي پړاو ليګ کې د نندارچيانو پراخه ګډون!

دغه ليګ د لس لوبډلو ترمنځ د لومړي ځل لپاره دهېواد ورزش ادارې په ۲۵۰۰ کسيز جمنازيوم کې روان دی، چې هره ورځ يې لیدو ته د مسولينو ترڅنګ ګڼ شمير نندارچيان ليدو ته ورځي او د خپلې خوښې لوبډله. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۸
Background image

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د افغانستان اړوند د تېرې اوونۍ لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

شنبه ۱۴۰۵/۵/۳ - ۹:۲۵
Background image

هلمند؛ په ناوه ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سياليۍ پيل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند ټېب بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له‌ لوري، د ناوې ولسوالۍ په دښت سيمه کې د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.

د دغو سیالیو د. . .

BACK TO NEWS