میدان وردګ؛ د روژې میاشتې په مناسبت د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د جوجیتسو سیالۍ ترسره شوې
د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او سپورټ امریت په همکارۍ د جوجیتسو فدراسیون له لوري د روژې مبارکې مياشتې د رارسېدو په مناسبت، د همدې رشتې د ٢کلبونو ٣٠ ورزشکارانو ترمنځ د جوجيتسو سيالۍ تر سره شوې.
دغه سيالۍ ، چې د ميدان وردګ په مرکزي کلب کې ترتيب شوې وې، د پيل په مراسمو کې د ورزش امر ذبيح الله وهاج، د ورزشي کلبونو روزونکو، ورزشکارانو او د ورزش مينوالو ګډون کړى وو.
په پاى کې ورزشکارانو ته د ورزشي مسوولینو له لوري ستاينليکونه او مډالونه هم ورکړل شول.
