میدان وردګ؛ د کرکټ ټېپ بال ولایتي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۶/۵ - ۹:۰
میدان وردګ؛ د کرکټ ټېپ بال ولایتي لوبډلې د غوراوي سیالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردګ ولایت د ورزش امریت په همکارۍ د ټېپ بال فدراسیون له لوري د شفا پوهنتون په مالي لګښت په چک ولسوالۍ کې د ټېپ بال کرکټ ولایتي لوبډلې د غوراوي سیالۍ، چې د ۱۲لوبډلو ترمنځ یوه اوونۍ وړاندې پیل شوې وې، پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د سیدآباد، جلریز، مرکز، نرخ، چک، جغتو او دایمیردادو ولسوالیو ۱۲لوبډلو برخه لرله چې پایلوبه یې د سید اباد زلمیو او د سید اباد اتلانو لوبډلو ترمنځ وشوه د سید اباد زلمیو لوبډلې لومړی توپوهنه وکړه، په ټاکلو لسو اورونو کې یې ۱۰۸منډې وکړې.

په مقابل کې د سیداباد اتلانو لوبډلې ورکړل شوی هدف د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره نه کړ او لوبه یې د سیداباد زلمیو لوبډلې ته وبایلله.

د دغو سیالیو په پايله کې د سیداباد زلمیو لوبډلې لوبغاړی سباوون د ټورنمنټ غوره لوبغاړی، د چک زلمیو لوبډلې لوبغاړی سیف الرحمن د غوره بالر او د جغتو لوبډلې لوبغاړی بلال خان د غوره لوبغاړي به توګه وټاکل شول.

د یادو سیالیو موخه د ولایت په کچه ورزش ته وده ورکول او د ټېپ بال د منتخبې لوبډلې ټاکل دي.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۳۱
Background image

زابل؛ شینکۍ ولسوالۍ کې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د غېږ نیونې سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امريت له لوري د یاد ولایت په شینکۍ ولسوالی کی دلوړی شینکۍ او ښکته شینکۍ د ۵۰ پهلوانانو ترمنځ د غېږنیونې سیمه‌ییزې سیالۍ ترسره شوې.

د یادو سیالیو په. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۲۹
Background image

کونړ؛ نرنگ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې

د کونړ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نرنگ ولسوالۍ کې د ۲۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پيل شوې.

د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۹ - ۱۰:۲۷
Background image

ننگرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست په همغږۍ، د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حصارک ولسوالۍ کې ۱۲ لوبډلو ترمنځ د جوکان ټېپ بال کرېکټ غوره ليگ سيالۍ د. . .

BACK TO NEWS