میدان وردګ؛ سیداباد ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېون کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې
د میدان ودرګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په سیداباد ولسوالۍ کې له درېیوو کلبونو د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کېون کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د تنکیو ځوانانو، نویو ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې میهن سالار لوبډلې د زیاتو نمرو په ترلاسه کولو سره لومړی مقام خپل کړ.
