میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۳ - ۹:۲۵
میدان وردګ؛ سید آباد ولسوالۍ کې د والیبال سیالۍ پیل شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږی او د سیدآباد ولسوالۍ د والیبال کمېټې له لوري د یادې ولسوالۍ په تنګی دره دورانیو کلي کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والییال سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د حسن خېلو ځوانانو او لوګر ولایت حبیبې لوبډلې ترمنځ ترسره شوه، چی حسن خېلو ځوانانو د ۲-۰ میدانو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

د یادولو وړ ده، چې په دغو سیالیو کې له لوګر، نورستان، پکتیا او کابل ولایتونو څخه هم لوبډلو ګډون کړی دی چې ۵ اوونۍ به دوام وکړي.

د سیالیو موخه د لوبغاړو ترمنځ اتفاق او ورزش ته وده ورکول ښودل شوي دي.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS