میدان وردګ؛ مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

org2_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۴/۸/۲۰ - ۱۵:۵۰
میدان وردګ؛ مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکزي زندان کې د درېیوو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د وردګ پوهنتون لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې وردګ پوهنتون، د زندان بندیانو او زندان کارکوونکو لوبډلو ترمنځ ترسره شو، چې په پایلوبه کې یې وردګ پوهنتون لوبډلې د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې زندان بندیانو لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.

دا سیالۍ د زندانیانو د فکري او جسمي تفرېح برابرولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۵:۱۱
Background image

دایکندي؛ خدیر ولسوالۍ کې د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې

د دایکندي ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت له لوري د یاد ولایت په خدیر ولسوالۍ کې د دایکندي ولایت له بېلا بېلو ولسوالیو څخه د ۲۵ پهلوانانو ترمنځ د رستمي غېږنیونې سیالۍ وشوې.

د دغو. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۴
Background image

د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېد

د هېواد ورزش ادارې عمومي رياست اړوند د کابل فوټبال فدراسیون له لوري د کابل ښار د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د کابل فوټبال لومړۍ درجې ليګ سيالۍ د داودزي لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۹/۱۰ - ۱۳:۵۰
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۷۰ کورشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له سمنګان، جوزجان، بلخ او کندز ولایتونو څخه د ۷۰ کورشکارانو. . .

BACK TO NEWS