میدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت په مرسته د اتلتیک فدراسیون له لوري د دې ولایت په مرکز میدان ښار کې د تنکیو ځوانانو او ځوانانو په کټګوریو کې د ۴۰ ورزشکارانو په ګډون د ۱۰۰ او ۲۰۰ مترو په واټن کې د ځغاستې سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو په پایله کې د ۱۰۰ مترو په واټن کې رفیع الله ۱۲.۹۵ ثانیو کې دغه واټن طی کړ او لومړی مقام یې وګاټه ، راشد دویم او الهام درېیم مقام ترلاسه کړ.
همداراز د ۲۰۰ مترو په واټن کې نصرت الله په ۲۶.۸۳ ثانیو کې دغه واټن ووهلو او لومړی مقام یې ترلاسه کړ، امرالله دویم او نورمحمد درېیم مقام خپل کړ.
دغه سیالۍ د میدان وردګ ولایت کې ورزش ته د ځوانانو هڅول او د اتلتیک ورزشي رشتې د ودې په موخه د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.
په پای کې د ورزش امریت له لوري ګتونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.