میدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت او والیبال فدراسیون نمایندګۍ په همکارۍ د APA موسسې له لوري د ټولنیز سمون په موخه د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د والیبال تشویقي سیالۍ ترسره شوې.
د دغو سیالیو د پیل په لوبه کې جلګې لوبډلې خپلې سیالې نرخ لوبډلې ته د ۲-۰ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او بریا یې خپله کړه.
د يادونې وړ ده چې د دغو سياليو موخه د ځوانانو تر منځ ټولنیز سمون او یووالی یاد شوي دي.
