میدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدی

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۵/۱۳ - ۹:۵۲
میدان وردګ؛ په مرکز میدان ښار کې د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدی

د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري او د افغان بی‌سیم مخابراتي شرکت په مالي ملاتړ د څلورو ولایتو څخه د ۱۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د شهید فیصل بابکرخیل لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

په دغو سیالیو کې د بامیان، لوګر، غزني، کابل او میدان وردګو ولایتونو د والیبال لوبډلو ګډون کړی و، چې په پای لوبه کې شهید فیصل بابکرخیل لوبډلې خپلې سیالې ځواک میدان ښار لوبډلې ته د۳-۱ میدانونو په توپیر ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

دغه سیالۍ د ولایتونو د ورزشکارانو او مینوالو تر منځ مینه، یووالۍ او اخوت او همدارنګه د والیبال لوبو ته وده ورکولو په موخه ترسره شوې چې پنځه ورځې یې دوام وکړ او په پای کې لومړي او دویم مقام لوبډلو ته نغدي ډالۍ او غوره لوبغاړو ته نورې چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۱۴
Background image

رسنیز بلنلیک!

رسنیز بلنلیک!

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۸
Background image

زابل؛ په مرکز قلات ښار کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټنګ سیالۍ وشوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د پاورلفټنګ فدراسیون د استازولۍ له لوري په مرکز قلات ښار فیروزي ورزشي کلب کې د ۲۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاور لفټنګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې.

دغه. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۰:۶
Background image

کندز؛ په قلعه‌زال ولسوالۍ کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سیالۍ وشوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پهلوانۍ فدراسيون د استازولۍ له لوري د قلعه زال ولسوالۍ په ینګارق کلي کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د پهلوانۍ سيالۍ وشوې.

دغه سيالۍ چې موخه يې. . .

BACK TO NEWS