میدان وردګ؛ چک ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ پای ته ورسېدې
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په چک ولسوالۍ کې د ۸۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال اختریزې سیالۍ د وردګ زلمیو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د وردګ زلمیو او هجرت زنداني لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې وردګ زلمیو لوبډلې د ۲/۱ میدان په توپیر خپلې سیالې هجرت زنداني لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د والیبال ورزش ته د ودې ورکولو او د ځوانانو د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ او اتلې لوبډلې ته یو عراده موټرسایکل په ډالۍ کې ورکړل شو.
