میدان وردګو ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ ساندا او سانداوانګ برخو کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۱ - ۹:۱۹
میدان وردګو ولایت کې د لسو لوبډلو ترمنځ ساندا او سانداوانګ برخو کې د ووشو سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت او د ووشو فدراسیون د نمایندګي له لوري د یاد ولایت د بدني روزنې او ورزش جمنازیوم کې د ۱۰ لوبدلو ترمنځ د ساندا او سانداوانګو برخو کې د ووشو دوه ورځنۍ سیالۍ ترسره شوې، چې د ساندا برخې سیالۍ یې د نویو ځوانانو او ځوانانو په کټګوري او د سانداوانګ برخې سیالۍ د لویانو په کټګوري کې ترسره شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل، کندهار، هلمند، بامیان، خوست، ننګرهار، لوګر، غزني، میدان وردګ او لغمان ولایتونو لوبډلو ګډون کړی و.

په یادو سیالیو کې ۱۴۸ لوبغاړو ګډون کړی و، چې ۴۸ تنو یې په ساندا او ۱۰۰ تنو یې په سانداوانګ برخه کې په مختلفو وزنونو کې سیالۍ ترسره کړې.

د یادو سیالیو په پایله کې لوګر ولایت لومړی، ننګرهار دویم او کابل ولایت بیا درېیم مقام ترلاسه کړ.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS