میدان وردګ ؛ په سیداباد ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدی

org_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۲۹ - ۹:۳۰
میدان وردګ ؛ په سیداباد ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسیدی

د میدان وردګ ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د سیدآباد ولسوالۍ د ورزشي کمېټې په لارښوونه د شیخ اباد اړوند خړیانو کلي کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سيالۍ پای ته ورسېدې.

د دغو سیالیو په‌ پايلوبه کې تنګي سټار لوبډلې خپلې سيالې شاهد بدلون لوبډلې ته د ۳-۰ میدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.

د‌ يادونې وړ ده، چې يادو سياليو لس ورځې دوام وکړ او په‌ پای کې غوره لوبډلو او لوبغاړو ته چمتو شوې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د شل لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د خواجه بابا. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۵۳
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د ۶۰ورزشکارانو ترمنځ د کورش سیالۍ ترسره شوې

د کندز ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کورش فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې د کندز ولایت سربېره له ګل تیپې، کلباد، قلعه زال او امام صاحب. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۴/۱ - ۱۶:۴۷
Background image

پکتیا؛ زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیا ولايت د المپیک، بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د کبډي ملي فدراسيون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د کبډي سيالۍ د الــ..منصور لوبډلې په. . .

BACK TO NEWS