میدان وردګ چک ولسوالۍ کې د غشي ويشتلو سیالۍ وشوې

Afzal-af
چهارشنبه ۱۴۰۰/۱۱/۲۰ - ۱۱:۲۷
میدان وردګ چک ولسوالۍ کې د غشي ويشتلو سیالۍ وشوې

د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې د کوبه کلي ادم خېلو او خواجه انګور د لوبډلو ترمنځ د غشي ويشتلو سیالۍ وشوې.

دغې سیالۍ چې د يوې ورځې په اږدو کې پای ته ورسېدې، دواړو لوبډلو ښه لوبه وکړه او په پای کې د ادم خېلو لوبډله په دې وتوانېده چې د خواجه انګور لوبډلې ته يې د یوې (۱) نمرې په توپیر ماتې ورکړې او د دې سیالۍ اتلولي يې وګتله.

یاده دې وي چې د دې سیالۍ په پای کې د دواړو لوبډلو غوره لوبغاړو ته د لا زیاتې هڅونې په موخه د میدان وردک ولایت د بدني روزنې او ورزش د امر له لوري ستاینلیکونه هم ورکړل شول.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۲۰:۱
Background image

کابل؛ د بدن ښکلا او فټنيس د نړيوال قهرمان علي بلال تود هرکلی او ستاینه وشوه

د هېواد ورزش ادارې او د بدن ښکلا او فټنيس ملي فدراسيون، د بدن ښکلا نړيوالو ارنولد کلاسيک سياليو قهرمان او د ماسټر اولمپيا سياليو نايب قهرمان علي بلال افغانستان ته په راتګ د تود هرکلي. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۹
Background image

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې مهم ورزشي خبرونه!

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۰/۲ - ۱۹:۵۸
Background image

پکتیکا؛ ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په ارګون ولسوالۍ کې د ۲۲ لوبډلو ترمنځ د فوټسال سیالۍ د شاهین بالیش لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه. . .

BACK TO NEWS