میدان ښار کې د تنکیو ځوانانو ترمنځ د والیبال تشویقي سیالۍ ترسره شوې

د میدان وردګو ولایت په مرکز میدان ښار مرکزي جمنازیوم کې تېره ورځ د تنکیو ځوانانو تر منځ د والیبال تشویقي سیالۍ ترسره شوې.
د والیبال په دغو تشویقي سیالیو کې چې پنځو لوبډلو تر منځ ترسره شوې د ملاخېل لوبډلې په بریا سره پای ته ورسېدې.
د دې سیالیو موخه ورزش ته د تنکیو ځوانانو هڅونه بلل شوې.
د یادولو وړ ده چې په پای کې ګټونګې لوبډلې او غوره لوبغاړو ته د دې ولایت د ورزشي امریت له لورې کپ او مډالونه هم ورکړل شول.