میهن فوټبال لوبډله د سمنګان د سولې جام اتله شوه

Afzal-af
شنبه ۱۴۰۰/۱۲/۱۴ - ۱۰:۳۹
میهن فوټبال لوبډله د سمنګان د سولې جام اتله شوه

په سمنګان ولایت کې د ورزشي امریت په همکارۍ د سولې په نوم د فوټبال پیل شوې د میهن فوټبال لوبډلې په ګټه پای ته ورسېدې.

په سمنګان ولایت کې یادې لوبې له دوه میاشتو را په دې خوا پیل شوې، چې تېره ورځ پای ته ورسېدلې.

په دغو لوبو کې ۱۶ لوبډلو ګډون درلود، چې تېره ورځ د کب په دیارلسمه نېټه د میهن او ایدین لوبډلو تر منځ پای‌لوبه وشوه، چې پای‌لوبه پینځه د څلور په وړاندې د میهن لوبډلې په ګټه پای ته ورسېده او د یادو سیالیو اتله شوه.

په دغه ټورنمنټ کې د سمنګان ولایت مرکز او ولسوالیو څخه شپاړس لوبډلو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده، چې عبدالباسط عزیزي د یادو سیالیو د غوره ګول‌وهونکي او ایمل د غوره ګول‌ساتونکي په توګه وپېژندل شول.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۴۱
Background image

بلخ؛ مرکز مزارشریف ښار کې د ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسینک سيالۍ ترسره شوې

د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کیک بوکسینک فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت مرکز مزارشريف ښار کې ۶۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنک سيالۍ تر سره شوې.

دغه سيالۍ د. . .

دوشنبه ۱۴۰۴/۴/۹ - ۱۰:۳۹
Background image

ننگرهار؛ ښيوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننگرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په ښيوې ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چې يوه مياشت مخکې پيل شوې وې د. . .

BACK TO NEWS