مېدان وردگ؛ سيدآباد ولسوالۍ کې د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د میدان وردگ ولايت د بدني روزنې او سپورټ آمريت اړوند، د واليبال فدراسيون په استازولۍ، د ياد ولايت په سيدآباد ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو تر منځ د واليبال سيالۍ د تنکيو ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پايلوبه د تنکيو ځوانانو او هدايت لوبډلو تر منځ تر سره شوه، چې د ۲/۰ میدانونو په توپير تنکيو ځوانانو يې اتلولي په خپل نوم کړه.
دغه سيالۍ، چې دوې ورځې يې دوام وکړ، موخه يې واليبال لوبې ته وده ورکول و.
په پای کې لومړي او دويم مقام گټونکو لوبډلو ته کپونه ورکړل شول.