ننګرهار، په دوربابا ولسوالۍ کې د تیږې اچونې سیالۍ وشوې

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۱۵ - ۱۰:۵۸
ننګرهار، په دوربابا ولسوالۍ کې د تیږې اچونې سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د دودېزو لوبو مدیريت په لارښونو او همغږۍ په دوربابا ولسوالۍ کې د اتحاد او ودان لوبډلو ترمنځ د تیږې اچونې سیالۍ ترسره وشوې.

په یادو سیالیو کې د اتحاد او ودان لوبډلو څخه لس تنه ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې د اتحاد لوبډلې د لسو نمرو په ترلاسه کولو سره د یادو سیالو لومړی مقام ترلاسه کړ.

د یادو سیالیو د ترسره کېدو موخه د دودېزو لوبو بیا را ژوندي کېدل او رواجول وه.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۱۲
Background image

بلخ؛ چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په چاهي ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د لېنډۍ ځوانانو لوبډلې په اتلولۍ. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۹
Background image

پکتیکا؛ یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون سره په همغږي او د ژمن توريستي او سیاحتي شرکت په مالي ملاتړ د ياد ولايت په یوسف خېلو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۸ - ۱۱:۷
Background image

ننګرهار؛ مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مومند درې ولسوالۍ کې د ٢٤ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د مومند درې لوبډلې په اتلولي. . .

BACK TO NEWS