ننګرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۷ - ۱۵:۲
ننګرهار؛ بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولي له لوري د یاد ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکېټ سیالۍ د سمیر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د سمیر کلب او بهسودو مبارز ځوانانو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه سمیر لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د خپلو پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۶ منډو هدف وټاکه. مبارز ځوانانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې په لسو اورونو کې د خپلو اتو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره ۱۱۸ منډې وکړې او سمیر لوبډلې د ۴۷ منډو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته بېلابېلې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۱۶
Background image

په ننګرهار کې د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند جمناستیک فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د جمناستيک اتلانو جام سيالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سيالۍ چې دوه ورځې يې دوام وکړ. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۸/۱۸ - ۲۱:۹
Background image

ریاض؛ د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د سعودي عربستان د ورزش له وزیر سره ولیدل

د هیواد د ورزش ادارې عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق د اسلامي هیوادونو د پیوستون سیالیو په څنډه کې د سعودي عربستان د ورزش له وزیر امیر عبدالعزیز بن ترکي الفیصل سره ولیدل.

په دې لیدنه. . .

BACK TO NEWS