ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ کې د ١٦ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د اتحاد لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د لیاقت او اتحاد لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه اتحاد لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو نهو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٠١ منډو هدف وټاکه. لیاقت لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ٨٥ منډې وکړې او د ١٥ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ ورزش ته د ځوانانو د هڅولو په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ.