ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د لاچپور بازانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د لاچپور بازانو او بټي کوټ نغلو لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه لاچپور بازانو لوبډلې وګټله او توپ وهنه یې وکړه چې په په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۶۷ منډو هدف وټاکه. بټي کوټ نغلو لوبډلې د هدف په تعقیب کې ۱۳۵ منډې وکړې او د ۳۱ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالۍ په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او اتلې لوبډلې ته یو عراده بایسکل ورکړل شو.