ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۱۸:۱۲
ننګرهار؛ بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د عمري ټایګر لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د بهیر ابراهیم خیل او عمري ټایګر لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه بهیر ابراهیم خیل لوبډلې وګټله او لومړی یې توپ وهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د شپږو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ۱۴۲ منډو هدف وټاکه. عمري ټایګر لوبډلې ټاکلی هدف د څلورو ویکټو په زیان د لوبې په اووم اور کې ترلاسه کړ او د اتو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.

دا سیالۍ د ځوانانو لپاره د سالمې بوختیا په موخه ترسره شوې، چې یوه میاشت یې دوام وکړ او په پای کې اتلې لوبډلې ته یو عراده موټرسایکل د ډالۍ په توګه ورکړل شو.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۶:۱۲
Background image

کابل؛ له ۱۷ کلنو کم عمره ۱۴ کسيزه فوټسال ملي لوبډله بحرين ته روانه شوه

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رياست اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د فوټسال له ۱۷ کلنو کم عمره ۱۴ کسيزه ملي لوبډله او يو اته کسيز پلاوی، د ۲۰۲۵ نویو ځوانانو آسیايي سياليو درېيم پړاو. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۶:۴
Background image

کندز؛ امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې

د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په امام صاحب ولسوالۍ کې د اتو لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ وشوې.

په دغو سياليو کې پر. . .

یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۲۷ - ۱۶:۰
Background image

پکتیا کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کيک جيتسو سبک سيالۍ وشوې

د پکتیا ولایت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز گردېز ښار کې د ۱۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک جیتسو سبک دوستانه سیالۍ وشوې.

دغه. . .

BACK TO NEWS