ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

org2_admin
جمعه ۱۴۰۴/۲/۲۶ - ۲۰:۷
ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په حصارک ولسوالۍ کې د لسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د حصارک اتلانو او حصارک شاهین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه حصارک شاهین لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پنځو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١١٧ منډو هدف وټاکه. حصارک اتلانو لوبډلې د هدف په تعقیب کې د څلورو ویکټو په زيان ١١٢ منډې وکړې او د څلورو منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.

دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۵:۰
Background image

بلخ؛ صعود تیم کوهنوری اتحاد بلخ به کوه جانور در ولسوالی مارمول

تیم کوهنوردی اتحاد بلخ از سوی نمایندگی فدراسیون ملی این رشته در همکاری با آمریت تربیت بدنی و ورزش ولایت بلخ، موفق به صعود به کوه جانور در ولسوالی مارمول شد.

این تیم فاصله ۲۸۰۰متری را. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۴۷
Background image

پکتیکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په جاني خېلو ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.

د یادو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۸/۱۰ - ۱۴:۱۶
Background image

پکتیکا؛ خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په خیرکوټ ولسوالۍ کې د ۲۸ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د یارانو لوبډلې په اتلولي پای ته. . .

BACK TO NEWS