ننګرهار؛ حصارک ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په حصارک ولسوالۍ کې د ۳۰ ورزشکارنو ترمنځ د تکواندو سیالۍ ترسره شوې.
د یادو سیالیو په پای کې ۱۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
همداراز د دغو سیالیو په پای کې غوره لوبغاړو ته یو تور، څلور سره، پنځه آبي، اته شنه او دولس ژېړ کمربندونه ورکړل شول.
