ننګرهار؛ دوربابا ولسوالۍ کې ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د شينوارو ولسواليو د ورزشي مديريت په لارښونه او همغږۍ د دوربابا ولسوالۍ په مرکزي لوبغالي کې د نظام د ملاتړ او د (ځوانانو يووالي) په نوم د دوولسو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ پيل شوې.
د یادو سیالیو د پیل لوبه د (شولګر) او (شګۍ)لوبډلو تر منځ ترسره شوه، چې د لوبې پچه شګۍ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پریکړه وکړه، چې په ټاکلو لسو اورونو کې یې د پینځو لوبغاړو په سوځیدو سره مقابلي لوبډلې ته د ۱۲۰ منډو هدف کېښود. شولګر لوبډلې ټاکل شوی هدف د ۴ لوبغاړو په سوځیدو د لوبې په نهم اور کې پوره او بريا يې خپله کړه.
د یادونې وړ ده، چې د یادو سیالیو راتلونکي لوبه به نن د (شګې بي) او (اوبلین بي) لوبډلو تر منځ ترسره شي.
یاده دې شي، چې دا سیالۍ به ۱۲ ورځې دوام وکړي.