ننګرهار؛ د اوو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

org_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۶ - ۹:۳۸
ننګرهار؛ د اوو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په لارښوونه او په یاد ولایت کې د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د ورزش ریاست په انګړ کې د ډاکتر بشیر په مالي ملاتړ د (افغانستان امن دی) په نوم د اوو ولایتونو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل شوې.

په دغو سیالیو کې د کابل، میدان وردګ، لوګر، کاپیسا، لغمان، ننګرهار او کنړ ولایتونو لوبډلو برخه اخیستې ده، چې لومړۍ لوبه یې د ډاکټر بشیر او لغمان پردیس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې یې د ډاکتر بشیر لوبډلې د ۲/۰ میدانونو په توپیر سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۱۱
Background image

هلمند، په ناوه ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسیدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د یادې ولسوالۍ په دښت سیمه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سيالۍ، چې څو ورځې وړاندې پيل شوې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۹
Background image

ننګرهار؛ په خوږياڼو ولسوالۍ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکریشن سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پانکریشن فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د پانکريشن سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او لویانو په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۷ - ۱۰:۴
Background image

ننګرهار؛ په مرکز جلال اباد ښار کې د پاورلفټینګ ټاکنیزې سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د پاورلفټینګ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ننګرهار ولایت په کچه په جلال‌اباد ښار کې د ۱۵ ورزشکارانو ترمنځ د پاورلفټینګ ټاکنیزې سیالۍ. . .

BACK TO NEWS