ننګرهار؛ د ختیځ زون د څلور کسیزو لوبډلو د والیبال سیالۍ د چپرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او د والیبال فدراسیون په لارښونو او همغږۍ د کلونو وروسته د ورزشکارانو د هڅولو او ظرفیت لوړونې په موخه د ۱۶ لوبډلو ترمنځ د څلور کسیزه والیبال سیالۍ د یاد ریاست په انګړ کې پیل شوې وې، د چپرهار لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه د خراسان او چپرهار ولسوالیو د والیبال لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې لوبه د یو - یو میدان په ګټلو د وخت د کمښت له امله مساوي شوه، اما د دواړو لوبډلو په هوکړې د یادو سیالیو لومړی درجه کپ د چپرهار او دویمه درجه کپ خراسان لوبډلې ته ورکړل شو.
د یادونې ده، چې ورزشکارانو او مینوالو په یادو سیالیو خوښې وښوده او د ظرفیت لوړونې په موخه یې یادې سیالۍ ګټورې او مهمې وبللې.
