ننګرهار؛ د راستنېدونکو افغان کډوالو په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ ترسره شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د شینوارو ولسوالۍ د ورزشي مدیریت له لوري د شینوارو ولسوالۍ په ۲۸مې لوبغالي کې له پاکستان څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو په نوم د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د ینګ سټار او شینواري ایلیون سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې شینواري ایلیون سټار لوبډلې د ۲۰ منډو په توپیر ینګ سټار لوبډلې ته ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې ترلاسه کړه.
د یادو سیالیو موخه د ځوانانو ترمنځ یووالی او له پاکستان څخه د افغان کډوالو ښه راغلاست بلل شوی دی.