ننګرهار؛ د مرکز او ولسوالیو د ورزشکارانو ترمنځ د تکواندو دوستانه سیالۍ وشوې

د ننګرهار ولایت د مرکز جلال آباد ښار اړوند کابل کیمپ سیمه کې د جلال آباد ښار او ولسوالیو د اتیا ۸۰ تکواندو کارانو ترمنځ په زړه پورې دوستانه سیالۍ وشوې.
په دې سیالیو کې د ننګرهار ولایت د بټي کوټ، غني خیلو، مهمندرې، ګوشتې، حصارک، خوګیاڼي له ولسوالیو او د حصار شاهي او کابل کمپ کلبونو ورزشکارانو برخه اخیستې وه، د بدني روزنې او سپورت ریاست مسؤولین، ورزشکاران او ګڼ شمېر مینوال یې لیدو ته ورغلي وه .
دغه سیالۍ د ننګرهار د بدني روزنې او سپورت ریاست او د تکواندو فدراسیون په همغږۍ د ورزشکارانو د تشویق په موخه د یوې ورځې لپاره ترسره شوې.