ننګرهار؛ د مرکز او ۲۲ ولسوالیو د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ پروفیشنل رزمي سیالۍ پیل شوې

org_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۴/۴ - ۹:۱۵
ننګرهار؛ د مرکز او ۲۲ ولسوالیو د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ پروفیشنل رزمي سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او رزمي ورزشونو فدراسیون له لوري د ننګرهار د مرکز جلال اباد ښار او ۲۲ ولسوالیو د ۱۱۰ ورزشکارانو ترمنځ د پروفېشنل رزمي سیالۍ ترسره شوې.

دغه سیالۍ د درېیو کټګوریو( نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو) کټګورۍ په مختلفو وزنونو کې ترسره شوې او موخه یې د یاد ولایت په کچه د منتخبې لوبډلې ټاکل و، چې په پایله کې د مختلفو وزنونو او کټګوریو څخه ۳۰ کسیزه منتخبه لوبډله وټاکل شوه.

د یادونې وړ ده چې دغه سیالۍ په ننګرهار ولایت کې د لومړي ځل لپاره ترسره شوې چې د مرکز په ګډون پکې د ۲۲ ولسواليو ورزشکارانو هم ګډون کړی و.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۲۱
Background image

زابل؛ شاجوی ولسوالۍ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې

د زابل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت په شاجوی ولسوالۍ کې له دوو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د کېک بوکسېنګ سیالۍ ترسره شوې.

دا سیالۍ د نویو ځوانانو او ځوانانو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۹
Background image

هلمند؛ مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز لښکرګاه ښار کې د ۱۶ ب لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې، چې ۲۴ ورځې به دوام وکړي.

د یادوسیالیو لومړۍ لوبه کې یاران. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۱ - ۱۱:۱۸
Background image

سرپل کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د سرپل ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت له لوري د یاد ولایت مرکز اړوند محمد عمر حوض په سیمه کې د اوو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د ینګ سټارز لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د. . .

BACK TO NEWS