ننګرهار؛ د ورزش ادارې د رهبرۍ له لوري خراسان پوهنتون کې کلنۍ سپورټي مېله پرانیستل شوه

org_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۲۲ - ۱۴:۲۷
ننګرهار؛ د ورزش ادارې د رهبرۍ له لوري خراسان پوهنتون کې کلنۍ سپورټي مېله پرانیستل شوه

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ او د هیواد د ورزش ادارې د رهبرۍ له لوري د یاد ولایت په خراسان پوهنتون کې د کلنۍ مېلې سپورټي اوونۍ پرانیسته وشوه.

په دې سپورټي مېله کې له همڅنګو ولایتونو او ولسوالیو څخه د والیبال، کرکټ، تکواندادو، فوټبال او جمناسټیک بېلابېلو مخکښو لوبډلو او لوبغاړو ګډون کړی وو، چې نندارې ته یې د ورزش ګڼ مینه وال، مشران او عام وګړي راټول شوي وو.

د المپيک ملي کمېټې او سپورټ عمومي رئيس مولوي احمدالله وثيق د دې برنامې پر پیل خوښي وښوده او په خپلو خبرو کې يې ځوانان ورزش ته وهڅول او د روغ تن لپاره یې د ورزش پر پاللو ټینګار وکړ.

نوموړي همدارنګه یادونه وکړه، چې اوس تر بل هر وخت ورزش ته ډېره پاملرنه شوې ده او هڅه کوي څو په ټول هېواد کې د ورزش په بېلابېلو برخو اړین پرمختګونه رامنځته کړي.

د یادونې وړ ده چې د دې برنامې په پای کې په ګرمو غوړیو مخ او لاسونه مینځل، په سر چارمغز ماتول، ښېښې خوړل او نور هېښوونکي نمایشونه هم ترسره شول.

تازه خبرونه

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۷
Background image

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

د نن ورځې لنډ او مهم ورزشي خبرونه!

جمعه ۱۴۰۵/۵/۱۶ - ۹:۴۱
Background image

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو کې نیوزیلنډ ته ماته ورکړه

د فوټسال ملي لوبډلې د کانټنینټال جام سیالیو خپله څلورمه لوبه کې نیوزیلنډ ته د ۶ – ۱ ګولونو په توپیر ماته ورکړه.

په دغه سیالۍ د افغانستان لپاره امید قنبري او اکبر کاظمي دوه دوه ګوله او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۱:۱۴
Background image

پکتیا؛ څمکنۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ سيالۍ ترسره شوې

د پکتیا ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست له لوري د ياد ولايت په څمکنۍ ولسوالۍ کې د ۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د کیک بوکسېنګ دوستانه سيالۍ ترسره شوې.

دغه سيالۍ د نويو ځوانانو، ځوانانو او. . .

BACK TO NEWS