ننګرهار؛ د کمپو څانګې د ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست او ووشو فدراسیون په ګډه همغږۍ د یاد فدراسیون د کمپو څانګې د ۲۵ جوړو ۵۰ ورزشکارانو ترمنځ د کمپو سیالۍ ترسره شوې.
په دغو سیالیو کې د ۹ کلبونو ۵۰ ورزشکارانو برخه اخیستې وه، چې له جملې یې ۲ کلبونو له خوږیاڼو ولسوالۍ څخه پکې ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده چې د دغو سیالیو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅونه او د ورزشکارانو ترمنځ یووالی و.
هېره دې نه وي چې د دغو سیالیو په پای کې غوره ورزشکارانو ته مډالونه او ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
