ننګرهار؛ د کيوکيشن کان کراټې سيالۍ د ننګرهار لوبډلې په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې
د ننګرهار ولايت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږۍ په دې ولايت کې د کابل، کونړ او ننګرهار ولایتونو د لسو کلبونو ورزشکارانو ترمنځ د کيوکيشن کان کراټې سيالۍ، چې د معلم اول ګل ( شيرزي) لوبغالي کې ترسره شوې د ننګرهار ولايت په لومړي مقام ګټلو سره پاى ته ورسېدې.
په دغو سياليو کې د ننګرهار د شپږو کلبونو ٢٦ تنو، کابل درېيو کلبونو ٩تنو او کونړ د درېيو کلبونو ١٠ تنو ورزشکارانو چې ټول ٤٥ تنه کيږي له يوبل سره ولوبېدل.
د دغو سياليو په پايله کې د ننګرهار ورزشکارانو د ١٧ لوبو په ګټلو سره لومړى، کابل د ٤ لوبو په ګټلو سره دويم او کونړ د دوو لوبو په ګټلو سره درېيم مقام خپل کړ.
په پاى کې د ننګرهار د بدني روزنې او ورزش ریاست له لورې ګټونکو لوبغاړو ته ستاینلیکونه هم ورکړل شول.
