ننګرهار؛ روداتو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت په روداتو ولسوالۍ کې د پنځو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د رڼا زلمو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د یادو سیالیو پایلوبه کې رڼا زلمو لوبډلې د څلورو ویکټو په زیان د خپلې سیالې رڼا ځلاند لوبډلې ۷۲ منډې هدف ترلاسه کړ او د شپږو ویکټو په توپیر یې د دغو سیالیو اتلولي وګټله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې ۱۵ ورځې یې دوام وکړ.
