ننګرهار؛ سره رود ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د ۲۴ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ د حاجي صاحبانو لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیاليو په پایلوبه کې حاجي صاحبانو لوبډلې د ۳ پر صفر میدانونو په توپیر خپلې سیالې قلعه معروف لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې وګټله.
دا سیالۍ د ورزشکارانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوې وې، چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ.