ننګرهار؛ شینوارو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې د ٣٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پیل شوې.
د یادو سیالیو لومړۍ لوبه د خواږه یارانو او چینو سټار لوبډلو ترمنځ ترسره شوه. د لوبې پچه خواږه یارانو لوبډلې وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه، چې په ټاکلو اتو اورونو کې یې د څلورو ویکټو په زیان خپلې سیالې لوبډلې ته د ١٢٠ منډو هدف وټاکه. چینو سټار لوبډلې د هدف په تعقیب کې د اتو ویکټو په زیان ٩۵ منډې وکړې او د ٢٤ منډو په توپیر یې لوبه وبایلله.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه پیل شوي دي، چې یوه میاشت به دوام وکړي.