ننګرهار؛ مرکز جلال آباد ښار کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار په دویمه ناحیه کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
دا سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پایله کې یې ۴۰ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
یادې سیالۍ د سوک وهنې ورزش ته د ودې ورکولو په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
