ننګرهار؛ مرکز جلال اباد ښار کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې
د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت مرکز جلال آباد ښار په اوومه ناحیه کې د ۷۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سیالۍ ترسره شوې.
یادې سیالۍ د نویو ځوانانو، ځوانانو او لویانو ورزشکارانو په عمري کټګوریو کې ترسره شوې، چې په پای کې یې ۳۵ تنو خپلو سیالانو ته په ماتې ورکولو سره بریاوې خپلې کړې.
دا سیالۍ د ځوانانو ترمنځ د یووالي په موخه ترسره شوې، چې یوه ورځ یې دوام وکړ.
