ننګرهار؛ مملې لوبډلې د سره رود ولسوالۍ د والیبال سیالیو اتلولي وګټله

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په همغږي او د والیبال فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کې د شهـ.ـی.د ډاکټر محمد یعقوب په نوم د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د والیبال پیل شوې سیالۍ د مملې لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه د سره رود عبدالواحد احمدزي او مملې ناصرخان لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پایله کې مملې لوبډلې د ۳/۰ میدانونو په توپیر خپلې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې خپله کړه.
د پایلوبې په مراسمو کې د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست د ورزشي چارو آمر ډاکټر منیرالدین خالد، د سره رود ولسوالۍ د ورزش مسؤول سید سباون، امنیتي مسؤلینو، قومي مشرانو ځوانانو او ګڼ شمېر مینوالو برخه اخیستې وه.
دغه سیالۍ چې ۲۵ ورځې یې دوام وکړ، د ځوانانو ترمنځ د یووالي او د سالمې تفریح د برابرولو په موخه ترسره شوې.