ننګرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې ټېپ بال کرکټ سیالۍ د باسول شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

org2_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۱۵ - ۱۰:۳۹
ننګرهار؛ مومندرې ولسوالۍ کې ټېپ بال کرکټ سیالۍ د باسول شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست له لوري د یاد ولایت مومندرې ولسوالۍ په باسول سیمه کې د ۶۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ د باسول شاهین لوبډلې په اتلولي پای ته ورسېدې.

د یادو سیالیو پایلوبه د باسول شاهین او باسول اتفاق لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې باسول شاهین لوبډلې په ټاکلو لسو اورونو کې د پنځو لوبغاړو په له لاسه ورکولو سره خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه، باسول استقلال لوبډله د هدف په پوره کولو کې پاتې راغله او لوبه یې د ۹ منډو په توپیر وبایلله.

دغه سیالۍ له امنیتي ځواکونو څخه د ملاتړ په موخه ترسره شوې، چې په پای کې اتلې لوبډلې ته د اتلولي کپ او غوره لوبغاړو ته هم ځینې ډالۍ ورکړل شوې.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۳۲
Background image

بلخ کې د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د شمال زون د سوک وهنې سيالۍ وشوې

د بلخ ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست اړوند د سوک وهنې فدراسیون د استازولي له لوري د ياد ولايت په مرکز مزار شریف ښار کې د شمال زون په کچه د ۱۴۰ ورزشکارانو ترمنځ د سوک وهنې سيالۍ وشوې.

. . .
شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۳۱
Background image

هلمند؛ نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د هلمند ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د ټېپ بال کرېکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په نادعلي ولسوالۍ کې د ٢٢ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ د بولان ځوانانو. . .

شنبه ۱۴۰۴/۴/۲۱ - ۲۱:۲۸
Background image

غزني کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو

د غزني ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د فوټبال ملي فدراسیون د استازولۍ له لوري د یاد ولایت په مرکز کې د ۱۰ لوبډلو ترمنځ د فوټبال غوره لیګ پيل شو.

د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د. . .

BACK TO NEWS